تازه خبرونه

ديورند كرښې ته د پرتو سيمو امنيتي مسووليت به تر۶ مياشتو خپل كړو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ځواكونه په راتلونكيو شپږ مياشتو كې د هغو سيمو امنيتي مسووليت له نړيوالو سرتېرو اخلي، چې ديورند كرښې ته څيرمه پرتې دي او له سختو امنيتي گواښونو سره مخ دي.
يو كال كيږي، چې افغان ځواكونه د جگړې په لومړۍ كرښه كې د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره جنگيږي. اوس هم داسې سيمې شته، چې مسووليت يې د سختو امنيتي گواښونو له كبله نړيوال سرتېري په غاړه لري.
د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي وايي، افغان پوځ به د دغو سيمو امنيت هم په راتلونكيو شپږ مياشتو كې ټينگ كړي. دا سيمې ديورند كرښې ته څيرمه پرتې دي، چې وسلوال مخالفين پرې په اسانۍ د بريدونو ځواك لري.
افغان پوځ اوس هم له نړيوالو څخه د پرمختلليو وسلو د ترلاسه كولو په تمه دى، خو د افغان ولسمشر لومړى مرستيال محمد يونس قانوني وايي، چې پوځ د انگيزې له پلوه غښتلى دى.
ښاغلى قانوني په دې باور دى، چې:
افغان پوځ د وسلوالو مخالفينو هغه هڅې شنډې كړي، چې د نظام د پرځولو لپاره يې پيل كړې وې.
دى په ډاگه كوي، چې مخالفين اوس ستراتيژيك گوزار نه شي كولى، بلكې د هغوى بريدونه تاكتيكي بڼه لري.
د روان ميلادي كال تر پايه په افغانستان كې د ناتو ماموريت پاى ته رسيږي او افغان ځواكونه په داسې حال كې د ټول هېواد امنيتي واك ته اوږه وركوي، چې پرمختلليو وسلو او هوايي ځواك ته سخته اړتيا لري.

Trending

Exit mobile version