نړۍ

ټرمپ په فلوریډا کې د ناټو له سرمنشي سره د اوکراین پر سولې خبرې کوي

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې ټاکل شوې دغه لیدنه د چارشنبې پر ورځ له غرمې وروسته د فلوریډا په پالم بیچ ښار کې ترسره شي.

Published

on

 

سپینې ماڼۍ څرګنده کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د چارشنبې پر ورځ په فلوریډا ایالت کې د ناټو له سرمنشي مارک روته سره وګوري؛ دا غونډه د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو اترو کې د اروپا د رول په اړه د روانو اختلافاتو پر مهال ترسره کیږي.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې ټاکل شوې دغه لیدنه د چارشنبې پر ورځ له غرمې وروسته د فلوریډا په پالم بیچ ښار کې ترسره شي.

دا ناسته د ټرمپ له هغو وروستیو لیدنو وروسته کېږي، چې نوموړي د آسیا د سفر پر مهال له روسي ولسمشر ولادمیر پوتین او چینایي سیال شي جین‌پینګ سره کړې دي.

ټرمپ څو ځله د ناټو د دفاعي لګښتونو، سوداګریزو تعرفو او هغه څه له کبله، چې نوموړي له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې پر مهال د واشنګټن د متحدینو ناکافي ملاتړ بللی؛ پر لویدیځو متحدینو نیوکه کړې ده.

نوموړي تېره اوونۍ له پوتین او شي جین‌پینګ سره په لیدنو کې دواړه «ملګري» بللي دي.

له پوتین سره د ټرمپ لیدنې په امریکا کې د نوموړي د اروپايي متحدینو او د ډیموکرات ګوند د مخالفانو له نیوکو سره مخ شوې.

مارک روته، چې څو ځله یې د ناټو په دننه کې د کړکېچونو د کمولو او له ټرمپ سره د نږدې اړیکو د ساتلو هڅې کړي؛ ویلي، چې د نړۍ د سترو اټومي قدرتونو ترمنځ لیدنې یوه عادي چاره ده.

دا لیدنه په داسې وخت کې کېږي، چې اروپايي هېوادونه د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا پر ملاتړ په ترسره کېدونکو خبرو کې د ګډون غوښتنه کوي.

د امریکا ځانګړي استازي او د ټرمپ زوم جرډ کوشنر تېره اوونۍ ویلي وه، چې د امریکا ولسمشر له اوکراین سره د ناټو د تړون د پنځمې مادې پر بنسټ د امنیتي تضمینونو له ورکولو سره موافق دی؛ دا هغه ماده ده، چې د ناټو د غړو پر ګډې دفاع ټینګار کوي.

هغه زیاته کړې، چې روسیه له داسې ترتیباتو سره د راحت احساس کوي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي، چې مخکې د ټرمپ له نیوکو سره مخ شوی؛ ټینګار کړی، چې اروپا باید د اوکراین د سولې په هر ډول خبرو کې ګډون ولري.

#آریانا‌نیوز #امریکا #ټرمپ #ناټو #اوکراین #روسیه #سوله #اروپا

Trending

Exit mobile version