تازه خبرونه
قطري استازي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له استازې سره وکتل
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني د چارشنبې پر ورځ (د زمري ۲۵) د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره وکتل.
د ګلف ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د قطر او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو او په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
میرمن اوتونبایوا او ورسره مل پلاوی له قطره د لیدنې په حال کې دی.
د کلف ټایمز ورځپاڼې د دې غونډې نور جزئیات خپاره کړي نهدي.
د یادونې ده، چې قطر له څو وروستیو کلونو راپدیخوا د افغانستان په مسله کې یو له مهمو لوبغاړو څخه دی.
