تازه خبرونه

دیني عالمانو په پلازمینه کابل کې وروستي خونړي بریدونه وغندل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کابل ښار په تېرو دوو ورځو کې د سختو وینه توېدنو شاهد و؛ په دغه ښار کې دوه شپې پرله پسې درې خونړۍ حملې وشوې چې لسګونه بې ګناه کسان یې ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.

ویل کیږي چې د دغو پیښو تر شا د پردیو استخبارات لاس لري چې له طالبانو د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي.

دیني عالمان دغه ډول خونړي بریدونه ناحقه وژنې او د ټولو دیني ارزښتونو خلاف بولي.

پخوانی جهادي مشر – عبدالرب رسول سیاف:

کوم کسان چې د خپل کور، ملت او د خپل هیواد د عزت او ابرو په ضد د نورو له پاره کار کوي؛ په ډير بد او ناوړه مرګ مړه کیږي او د کار ثمره یې د یوه شرموونکي داغ په توګه پاته کیږي.

دیني عالم – حبیب الله حسام:

“کومي پیښې چې په وروستیو کې په کابل کې وشوې؛ خونړۍ سونامي وه.    

په همدې حال کې ځینې دیني کارپوهان له دیني عالمانو غواړي چې چوپتیا ماته کړي او د ترهګرو خلاف دیني خبرې وکړي.

باور په دې دی چې جوماتونه د یووالي سمبول دي او د مسلمانانو د پوهنتون منبر؛ خو له دغو منبرونو څخه د ترهګریزو بریدونو او وروستیو خونړیو حملوپه وړاندې لږه استفاده شوې ده.

Trending

Exit mobile version