تازه خبرونه
دېر ژر به ۵۰۰ طالب بندیان خوشې شي- اشرف غني
د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن په اړګ کې د لوی اختر له لمانځه وروسته ویلي، چې د افغانستان حکومت به ډېر ژر ۵۰۰ طالب بندیان خوشې کړي؛خو دا بندیان د هغه نوملړ له مخې ندي، چې حکومت ته سپارل شوی دی.
د ارګ په نمانځغونډه کې پر ولسمشر اشرف غني سربېره ، د ملي پخلاینې عالی شورا مشر داکتر عبدالله عبدالله ، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو چارواکي ګډون کړی و.
محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان صبح امروز پس از معاینه قطعه تشریفات، نماز عید سعید اضحی را در ارگ ادا کرد. pic.twitter.com/DNb18Z9s18
— ارگ (@ARG_AFG) July 31, 2020
ولسمشر غنی د حج په سږنيو مراسمو کې د کرونا ویروس د خپریدو او د افغانانو د نه ګډون په خاطر لګول شویو محدودیتونو ته په نغوته کې وویل، چې د دې ویروس د خپریدو وېره اوس هم له منځه نده تللی.
هغه له افغانانو وغوښتل، چې د اختر په بهیر کې د روغتیا وزارت روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.
ولسمشر غني دا هم ویلي: سره له دې، چې افغان حکومت له طالبانو سره د امریکا په تړون کې هیڅ ژمنتیا نه درلوده؛ خو بیا د طالبانو د غوښتل شوي نوملړ له مخې ۴۶۰۰ بندیان، ځکه خوشې کړي، چې خبرې ژر پیل شي.
ولسمشر غني ویلي؛ دا ، چې طالبانو اوربند ته غاړه کیښوده، نو د ښه نیت او د سولې بهیر د ګړندي کولو په خاطر د طالبانو پر چمتو شوي نوملړ سربېره ، زه به د لوی اختر پر څلورمه نور طالب بندیان خوشې کړم.
اشرف غني د طالبانو د نوملړ له مخې د پاتې ۴۰۰ بندیانو په اړه ویلي، چې هغه د اساسي قانون او جزا قانون په اساس د دوی د خوشې کیدو حق نلري.
هغه زیاته کړې، چې د دغو بندیانو د خلاصون لپاره باید د افغانستان له خلکو سره مشوره وشي او د دې لپاره به مشورتي جرګې راوغوښتل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د حکومتي بندیانو د آزادولو بهیر بشپړه اعلان کړې او ویلي یې دي، چې د خوشې شویو بندیانو شمېر یې ۱۰۰۰ کسانو ته رسولی دی.