سیمه ییز خبرونه

دېنې عالما دې په ټاكنو كې گډون ته خلك وهڅوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فراه مرستيال والي له دېنې عالمانو غواړي، چې خلك په ټاكنو كې گډون ته وهڅوي.

د ناامنيو له كميدو وروسته خلكو ته د ټاكنو په اړه معلومات وركول په ټاكنو كې اړين كار بلل كيږي.

د فراه مرستيال والي محمد يونس رسولي له دينې عالمانو وغوښتل، چې خلك په ټاكنو كې گډون ته وهڅوي.

نوموړى په دې باور دى، چې په كليواو بانډو كې خلك د دينې عالمانو پرېكړو ته ډېر درناوى لري.

په همدې حال كې د فراه يو شمېر دينې عالمان ټاكنو ته د خلكو هڅول شرعي گام بولي.

د فراه ولايت د ښځو چارو رييسه ليما صديقي بيا  له دينې عالمانو غواړي، چې ښځې هم په ټاكنو كې گډون ته وهڅوي.

له فراه څخه د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته دا څوم ځل دى، چې دينې عالمان د ورته غونډو پرمهال له دولت سره د همكارۍ ژمنې كوي.

Trending

Exit mobile version