تازه خبرونه
د آذربایجان سفیر امیرخان متقي ته خپل رسمي لیک وړاندې کړ
په کابل کې د آذربایجان جمهوریت سفیر الهام محمدوف د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي سره د پېژندنې په ناسته کې د سفارت پرانیستلو په اړه د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت رسمي لیک امیر خان متقي ته وړاندې کړ.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ پرون چارشنبه( د سلواغې پېنځهویشتمه ) په کابل کې د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پیل، اقتصادي همکاریو او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
امیر خان متقي په دې ناسته کې د آذربایجان جمهوریت د سفارت پرانیسته او د سفیر په کچه د ډیپلوماټ رالیږل په دوه اړخیزو اړیکو کې مهم پرمختګ او د افغانستان او آذربایجان د دوستۍ د پیل ښه زیری یاد کړ.
نوموړي د افغانستان او آذربایجان اړیکې تاریخي وبللې او د آذربایجان سفیر ته یې د هرکلي ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د آذربایجان له سفارت سره لازمې مرستې ته چمتو دی.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغو دوه اړخیزو اړیکو او نورو فرصتونو ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې د لاجورد لار د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري او د دې دهلیز له فعالېدو سره به افغانستان له اروپا سره ونښلیږي.
دغه راز امیر خان متقي ویلي، چې اسلامي امارت غواړي په باکو کې د افغانستان سفارت د ډیپلوماټیک حضور کچه هم لوړه کړي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د آذربایجان سفیر الهام محمدوف ډاډ څرګند کړ، چې آذربایجان د افغانستان حاکمیت او خپلواکۍ ته درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نهکوي.
الهام محمدوف زیاته کړې، چې افغانستان تل د آذربایجان له ځمکني بشپړتیا ملاتړ کړی او دا په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د آذربایجان سفارت په کابل کې پرانیستل کېږي.
نوموړي د امنیت، ثبات، مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او اقتصادي پرمختګونو په اړه د افغانستان د حکومت لاستهراوړنې وستایلې.
ویل کیږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګڼو برخو کې د همکاریو ښه ظرفیتونه شته او کولی شي د دواړو هېوادونو ګټې خوندي کړي.
