تازه خبرونه
د آذربایجان پارلمان په کابل کې د سفارت پرانستل منظور کړل
(Last Updated On: مرغومی ۱۰, ۱۳۹۹)
د راپورونو له مخې؛ د آذربایجان پارلمان د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د یوه سفارت د پرانستلو مسوده تصویب کړه.
د آذربایجان پارلمان ویلي، چې په افغانستان کې د سفارت پرانستل به د دواړو آسیایي هېوادونو تر منځ اړیکې نورې هم ځواکمنې کړې.
له دې مخکې، افغان حکومت د ناګورنو قره باغ د سیمې په شخړه کې د آذربایجان ملاتړ کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تېره اوونۍ آذربایجان ته د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ سفر کړی و او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د دوه اړخیزو، پوځي او تجارتي اړیکو په اړه خبرې کړې دي.