سیمه ییز خبرونه
د آذربایجان یوه مسافر وړونکې الوتکه په قزاقستان کې رالوېده
د قزاقستان چارواکو ویلي؛ یوه امبرایر مسافر وړونکې الوتکه، چې له ۶۷ مسافرو او ۵ کارکوونکیو سره له آذربایجان جمهوریت څخه روسیې ته الوتنه کوله د چارشنبې پر ورځ ( د مرغومي پېنځمه) د قزاقستان د اقتاو ښار ته نږدې پر ځمکه ولګېده. د لومړنيو راپورونه له مخې ۲۷ کسان یې ژغورل شوي دي.
یوه مسافر وړونکې الوتکه، چې له آذربایجان څخه روسیې ته روانه وه؛ په قزاقستان کې راولوېده او ګڼ شمېر مسافر یې وژل شوي دي.
د قزاقستان چارواکو ویلي؛ یوه امبرایر مسافر وړونکې الوتکه، چې له ۶۷ مسافرو او ۵ کارکوونکیو سره له آذربایجان جمهوریت څخه روسیې ته الوتنه کوله د چارشنبې پر ورځ ( د مرغومي پېنځمه) د قزاقستان د اقتاو ښار ته نږدې پر ځمکه ولګېده. د لومړنيو راپورونه له مخې ۲۷ کسان یې ژغورل شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو ښیي؛ د آذربایجان د هوايي شرکت یوه الوتکه د اور لګېدنې په حال کې ده، چې له ځمکې سره له لګېدو وروسته ترې سرې لمبې او تور لوګی پورته کیږي.
د قزاقستان د بېړنیو حالاتو ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ اور وژونکیو اور مړ کړی او د پېښې ژوندي پاتې شوي کسان په نږدې روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دې ادارې په دې پېښه کې د ۴۲ کسانو له وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د آذربایجان هوايي شرکت هم اعلان کړی، چې امبرایر – ۱۹۰ ډوله الوتکه د آذربایجان له پلازمېنې باکو څخه د روسیې د چیچن جمهوریت پلازمېنې ګروزني ته روانه وه؛ خو د قزاقستان له اقتاو څخه درې کیلومټره لرې یې بېړنۍ ناسته وکړه.
د روسیې خبري سرچینو راپور ورکړی، چې الوتکه د ګروزني په ښار کې د سختې غبار او دوړې له کبله لار بذله کړې وه.
د روسیې د انټرفاکس خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د قزاقستان چارواکو اعلان وکړ، چې دوی د تخنیکي خرابۍ په ګډون د الوتکې د غورځیدو د احتمالي لاملونو په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د روسیې د هوايي چلند د څار ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ لومړني معلومات ښيي، چې پیلوټ د یوې مرغۍ له لګېدو وروسته د بېړنۍ ناستې پرېکړه کړې ده.
د روسیې ریانو خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د الوتکې له غورځېدو وروسته د آذربایجان ولسمشر الهام علییوف د چارشنبې پر ورځ په روسیه کې له یوې غونډې څخه خپل هېواد ته راستون شو.
