تازه خبرونه

د آرمنیا او آذربایجان په نښتو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: تله ۸, ۱۳۹۹)

د آرمنیا او آذربایجان ترمنځ د نګورنو قره باغ په  لانجمنه سیمه کې له تېرو درې ورځو روانه جګړه کې  د عامو خلکو په ګ‌ډون لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

ارمنستان او اذربایجان دواړو ویلي، چې ټوله شپه درنده جګړه روانه وه.

د ناګورنو قره باغ چارواکو په ډاګه کړې، چې له تېرې یکشنبې د دوی ۸۷ پوځیان وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان دي.

د آرمني خبري سرچینې څرګنده کړې، چې په آذربایجان کې نږدې ۴۰۰ کسانو ته ځاني زیانونه اړول شوي دي.

آذربایجان که څه هم د خپلو پوځيانو ځاني زیانونه په ډاګه کړي ندي؛ خو د اووه ملکي وګړیو وژنه یې منلې ده.

که څه هم جګړه د یکشنبې پر ورځ د ناګورنو قره باغ په اړوند سیمه کې پیل شوې؛ خو داسې بریښي، چې د سې شنبې پر ورځ له پولې هغې غاړې ته نښتې روانې وې.

د آرمنیا دفاع وزارت ویلي، چې یو مسافر وړونکي بس د آرمنستان د ختیځ په واردنیس ښار کې د آذربایجان د بې پیلوته الوتکې په واسطه تر برید لاندې راغلی؛ خو د ځاني زیان په اړه یې څه ویل شوي ندي.

بي بي سي راپور ورکړی، چې نن دوشنبه د آذربایجان دوه ملکي وګړي د آرمنستان پر توغول شویو توغندیو وژل شوي دي. تېره ورځ هم په آذربایجان کې د یوې کورنۍ پېنځه کسان وژل شوي وه.

په دې جګړه کې ترکیه له آذریانو او روسیه له آرمنیانو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې  د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغې جګړې د درولو غوښتنه کړې او په دې اړه به د سې شنبې پر ورځ بېړنۍ ناسته تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version