سیمه ییز خبرونه
د آريانا هرات لومړۍ كليزه د نوي كال په لومړۍ ورځ ونمانځل شوه
آريانا هرات يو كلنه شوه او هر كال به يې كليزه نمانځل كيږي.
آريانا هرات، چې د حوزوي خبرونو خپرول يې د كار لومړيتوب دى؛ د تېر ۱۳۹۱ل كال د وري په لومړيو كې يې خپرونې پيل كړې.
آريانا هرات، چې د آريانا تلويزيون د نړيوالې شبكې يوه برخه ده هره ورځ د مازيگر له پېنځه بجو څخه تر شپږو او د سهار له لس بجو څخه تر يوولسو بجو پورې خپرونې لري.
فراه، غور، بادغيس، نيمروز او هرات هغه ولايتونه دي، چې آريانا هرات يې خبرونه خپروي، له هرات پرته دا نور هغه ولايتونه دي، چې لږې رسنۍ په كې فعاليت كوي او ستونزې يې هم لږې په رسنيو كې خپريږي، خو اوس د دغه ولايتونو غږونه هم د چارواكو ترغوږونو رسول كيږي.
آريانا هرات په تېر يو كال كې په خبري برخه كې ښه ځاى موندلى دى.
آريانا هرات په محلي كچه د خبرونو او سياسي، ټولنيزو او امنيتي خپرونو په خپرولو اوس خپل ځاى ترلاس كړى او محلي چارواكي يې هم گوري.
د هرات يو شمېر اوسيدونكي هم د دې رسنۍ په كارخوښ دي او هيله لري، چې په راتلونكې كال كې وتوانيږي ډېر پټ حقايق روښانه كړي.
رښتينولي، چټكتيا او دقت د آريانا هرات شعار دى، چې په نوي كال كې به په نويو خپرونو سره خپل كارونه پرمخ يوسي.