تازه خبرونه
د آریانانیوز له راپور وروسته نشه یي تکي ګران شوي
د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې معینیت وایي؛ په وروستیو ورځو کې په کابل کې د نشه یی توکو بیه څو برابره لوړه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې معین باز محمد احمدي وايي، وروسته له دې چې په کابل کې د نشه یی توکو د آزاد کاروبار په تړاو د آریانا نیوز رپوټ خپور شو، د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو د کاروباریانو خلاف کشفي عملیات پیل کړل.
په وروستیو کې د چارو ادارې د ولسمشر په امر آریانانیوز ته لیک لیږلی او د نشه یی توکو د آزاد کاروبار په تړاو یې د دې ادارې خبري مستند ستایلی دی.
په دې لیک کې د کشفي او امنیتي ادارو د کړنو رپوټ د نشه یي توکو د کاروباریانو د نیولو په تړاو خپور شوی دی. د دې رپوټ له خپرېدو وروسته د کابل په بیلابیلو سیمو کې دوه شپیته عملیات تر سره شول چې په کې د نشه یی توکو نهه شپیته کاروباریان ونیول شول.
په دې عملیاتو کې ۵۲۳کیلو ګرام هیرویین، ۵۷ کیلو ګرام شیشه، ۲۱ کیلو ګرام تریاک،۵۷ کیلو ګرام چرس، د الکولي مشروباتو اولس بوتلونه او څلور مکاروف تومانچې تر لاسه شوي دي.
ښاغلي احمدي ټینګار کوي چې څو پورې معتادین ټول نه شي،نشه یی توکو ته تقاضا نه ټیټیږي، خو د آریانا نیوز له رپوټ او د عملیاتو له تر سره کېدو وروسته د نشه یی توکو بیه لوړه شوې ده.
په دې خبري مستند کې لیدل کیږي چې د اجرایی رییس عبدالله عبدالله د کور په څو متري او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې د نشه یی توکو کاروباریان پرته له دې چې له امنیتي ځواکونو ویره ولري، فعالیت کوي.