تازه خبرونه
د آریانا نړیوال تلویزیون کارکوونکی سلیمان یوسفي له کوویډ-۱۹ ناروغۍ ومړ
(Last Updated On: غبرګولى ۱۰, ۱۳۹۹)
نن له غرمې مخکې د جمعې مبارکې پر ورځ د آریانا نړیوالې تلویزیوني شبکې د ټرانسپورټ کارکوونکی سلیمان یوسفي له کوویډ-۱۹ رنځه ومړ.
ښاغلی سلیمان یوسفي یوه اوونۍ مخکې پر کرونا ویروس اخته شوی و او نن له غرمې مخکې د ساه اخیستنې له ستونزې سره مخ شو.
د یادونې وړ ده، چې یوسفي له یوې لسیزې راپدیخوا د آریانا او آریانا نیوز تلویزیونونو د ټرانسپورټ په څانګه کې کار کاوه.
له یوسفي څخه یو زوی او دوه لوڼې پاتې دي.