سیمه ییز خبرونه
د آزادو رسنيو ملاتړ اداره د خبريالانو له بښنې هركلى وكړ
د آزادو رسنيو ملاتړ اداره د رسنيو او خبريالانو د دوسيو تړل د خبريالۍ په خونديتوب كې يو مهم گام گڼي.
د آزادو رسنيو ملاتړ اداره يا نى د ولسمشر حامد كرزي د هغه اعلام هركلى كوي، چې د خبريالانو د دوسيو د بښنې په موخه يې كړى دى.
د آزادو رسنيو ملاتړ ادارې رييس صديق توحيدي وايي:
دا كار د دې لامل كيږي، چې په هېواد كې د خبريالانو كار له قانوني ستونزو سره مخ نه شي.
د نوموړي په وينا، د رسنيو د سرغړونې كميسيون غيرقانوني دى او ډېرې دوسيې يې د حقيقتونو له مخې نه دي جوړې كړي.
نوموړى زياتوي، د خبريالانو د شكايتونو او دوسيو په څېړنه كې د حكومت نه پاملرنه د دې لامل كيږي، چې خبريالان ځينې وخت سانسور وكړي.
يو شمېر خبريالان هم د موثقو او بې طرفه رپوټونو د جوړولو په برخه كې له رسنيو څخه د حكومت ملاتړ ستايي.
د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۲م كال په پرتله په ۲۰۱۳م كال كې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښې لس سلنه ډېرې شوي، چې د ډېرو دغو پېښو لامل دولتي چارواكي ښودل شوي دي.