تازه خبرونه
د آسترالیا سناتورانو له افغانانو سره د مرستو ډېرولو غوښتنه وکړه
ګارډین څرګنده کړې؛ د آسترالیا د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ په افغانستان کې دا مهال ۱۳ میلیون ماشومان مرستو ته اړ دي او ښايي ۹۵ سلنه افغانان له بېوزلۍ سره مخ شي.
دغو سناتورانو زیاته کړې، چې په افغانستان کې ماشومان د پلاستیک پلورلو او خپلو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره کثافات لټوي. په داسې حال کې، چې ښځې او مورګانې یې له ګڼه ګوڼې څخه په ډکو سړکونو کې د خواړو سوال کوي.
له همدې کبله باید د آسترالیا حکومت د افغانستان له خلکو سره خپلې بشري مرستې ډېرې کړي. په همدې حال کې یو شمېر مرستندویه کارکوونکیو هم د آسترالیا سناتورانو ته د افغانانو له بېوزلۍ او ناوړه حالته خبرداری ورکړی او پر روانې بېوزلۍ او قحطۍ یې اندېښنه ښودلې ده.
په همدې حال کې د ماشومانو د ساتنې بنسټ مشر د آسټرالیا د مشرانو جرګې انلاین غونډې ته وویل، چې د افغانستان نیمايي نفوس له ۱۸ کلونو کم عمر لري، چې دا مهال له ښه راتلونکي بې برخې دي.
په آسټرالیا کې د دې بنسټ اجرائیوي مشر مټ ټینکلر د افغانستان وضعیت ” د ژوند دوزخ” وباله.
هغه زیاته کړې؛ مونږ دا مهال د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین ګورو او د هرې ورځې له تېرېدو سره د ماشومانو د مړینې خطر خورا جدي او بېړنی کیږي.
د آسترالیا حکومت تېر کال له افغانانو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې وه، چې ۵۲ میلیون ډالره مرسته یې په ۲۰۲۱ او د ۲۰۲۲ کالونو په لومړیو کې تر سره شوې ده.
