تازه خبرونه

د آسترالیا ځانګړيو ځواکونو په افغانستان کې ۳۹ بې ګناه افغانان وژلي – موندنې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۹, ۱۳۹۹)

د استرالیا دفاع وزارت منلې، چې سرتېرو یې نهه دېرش بې ګناه افغان وګړي وژلي دي.

دا دی له څو کلن ځنډ وروسته د آسترالیا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د جنګي جنایتونو په تړاو بشپړ راپور خپور کړ.

له دې څېړنو څرګنده شوې، چې آسترالیایي سرتېرو په افغانستان کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ په ناقانونه توګه ۳۹ افغان بې ګناه کروندګر او سیمه ییز اوسېدونکي وژلي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛  ټول دا وژل شوي په جګړه کې نه ول، د آسترالیا د پوځ نوولس اوسني او پخواني غړي ژر د یوې ځانګړې  څېړنې لپاره را غوښتل کیږي.

د آسترالیا دفاع وزارت د څېړنیز راپور له خپرولو سره د خپلو پوځیانو دا چلن شرموونکی بللی او وایي، زیاتره وژل شوي کروندګر او سیمه ییز اوسېدونکي وه.

د آسترالیا د دفاع وزارت لوړپوړي قومندان انګس کمپبل ویلي؛ د ځینو سرتېرو لخوا شرموونکې کړنې په ډاګه شوي دي. دا موندنې له پوځي چلن څخه د جدي سرغړاوي موارد په ګوته کوي، دا راپور ښیي، چې د هوایي ځانګړو ځواکونو پېنځه ویشت سرتېرو په دې وژنو کې لاس درلود.

په دې راپورکې راغلي، چې آسترالیایي سرتېرو د بې دفاع او بې وسلې افغانانو پر وړاندې وېرونکي جنایتونه سر ته رسولي او باید د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

بلخوا افغان حکومت ویلي؛ د آسترالیا لومړي وزیر له ولسمشر غني سره په تیلیفوني خبرو کې له دې پېښې بښنه غوښتې او ژمنه یې کړې، چې پېښې ته به پوره لاسرسی رامنځته شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ویلي؛ د آسترالیا د دفاع وزارت لخوا خپورشوی راپور د عدالت او رڼښت په اړه یو اړین ګام دی.       

دا راپور د  ۲۳ جنګي جرمونو را نغاړونکی دی او په کې پېنځه ویشت ځانګړي آسترالیایي سرتېري تورن شوي، چې د ۲۰۰۵  او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ په افغانستان په ځانګړې توګه په روزګان کې میشت ول.

Trending

Exit mobile version