لوبی

د آسترالیا کرکت ملي لوبډلې د تست نړیوال جام اتلولي خپله کړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۲, ۱۴۰۲)

د آسترالیا کرکت ملي لوبډلې په وروستۍ لوبه کې هندوستان ته پر ۲۰۹ منډو ماتې ورکړه او د نړۍ د تست سیالیو اتلولي یې وګټله.

هندوستان، چې د ۴۴۴ منډو له هدف سره مخ و؛ د لوبې پر پېنځمه او وروستۍ ورځ یې د درې لوبغاړیو پر سوځیدو ۱۶۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې بیا پیل کړه.

دوی د ۲۳۴ منډو پر جوړولو ټول وسوځېدل. هندوستان د ورځې تر نیمايي پورې اووه لوبغاړي له لاسه ورکړي وه او په ۲۴ آوورونو کې یې یوازې ۷۰ منډې جوړې کړې.

د آسترالیا سکات بولند په یوه آوور کې دوه ویکتې واخیستې، چې ویرات کوهلي هم په کې و.

ناتان لیون بیا نور هندي لوبغاړي هم وسوځول.

هند پچه ګټلی وه؛ خو آسترالیا د لوبې له پیله برلاسی و، چې تراویس هید ۱۶۳ او ستیف سمیت ۱۲۱ منډې وکړې.

د امتیازاتو لنډیز

آسترالیا لومړۍ پاڼۍ ۴۶۹ منډې (تراویس هید ۱۶۳، سیتیف سمت ۱۲۱ او محمد سراج ۱۰۸ـ ۴ )

هند لومړۍ پاڼۍ ۲۹۶ (اجینکیا رهاني ۸۹، شاردول تاکور۵۱ ؛ پت کمینز ۳-۸۳)

آسترالیا دوه‌یمه پاڼۍ ۲۷۰ـ۸ (الیکس کري ۶۶؛ رویندر جدیجا ۵۸-۳ )

هند دوه‌یمه پاڼۍ ۲۳۴ (ناتان لیون ۴۱-۴، سکات بولند ۳-۴۶ )

Trending

Exit mobile version