سیمه ییز خبرونه

د آسيا پرمختيايي بانك له افغانستان سره ۲۷۰ ميليون دالرمرسته كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان حكومت د شنبې په ورځ(د ليندۍ۲۳) دوه داسې تړونونه لاسليك كړل، چې له مخې به يې كابل ته د مركزي آسيا له هېوادونو د لوړ ولتاژ دوه زره ميگاوات برښنا را وليږدول شي او په جوزجان كې به د گازي برښنا فابريكه، چې دوه سوه ميگاوات برېښنا به توليد وي جوړه كړي.

د كانونو وزارت سرپرست اكبر باركزى وايي: په جوزجان كې د گازو د درې څاگانو او گازي برښنا د فابريكې تړون له يوه تركي شركت سره د اووه دېرش ميليون دالرو په ارزښت لاسليك شو.

په همدې وخت كې د دوه سوه نهه شپيته ميليون ډالرو پر لگښت به د بغلان د الوان دښتې څخه د كابل تر ارغندۍ پورې د برښنا لين را وغزول شي، چې د دوه زره ميگاوات برښنا د ليږد وړتيا به ولري.

د ماليې وزيرعمر زاخېلوال وايي:

د دغه پروژې لگښت د آسيا پرمختيايي بانك په غاړه اخيستى دى.

مسوولين وايي، دا پروژه به په درې كلونو كې بشپړه شي او پر پلازمېنې سر بېره به د سويلي او ختيځو ولايتونو د برېښنا  ستونزې هم اوارې شي.

په افغانستان كې د آسيا پرمختيايي بانك رييس جوجي تاكاشي وايي:

په دې پروژه كې سيمه ييزې گټې نغښتې دي. افغانستان، ازبكستان، تاجكستان، تركمنستان او پاكستان په دې پروژه كې گټې لري.

د آسيا پرمختيايي بانك يوازې په دوه زره ديارلسم كال كې له افغانستان سره د بنسټيزو پروژو په برخه كې پېنځه سوه شپيته ميليون دالر مرسته كړې ده.

Trending

Exit mobile version