کوید۱۹
د آسټرالیا په سیډني کې هره ورځ د کرونا ۲۰۰۰ پېښې ثبتیږي – راپور
(Last Updated On: وږی ۱۶, ۱۴۰۰)
د آسټرلیا چارواکو ویلي؛ د دې هېواد په ترټولو لوی ښار سیډني کې به راروانه اوونۍ د کرونا ویروس د درېیمې څپې خپرېدنه د تېر پر پرتله ډېره لوړه شي.
چارواکو زیاته کړې، چې دوی د محدودیتونو له لګولو مخکې د چټکې مخنیوي هڅې کوي.
رویټرز راپور ورکړی، چې آسټرالیا هڅه کوي د کرونا ویروس درېیمه څپه کنټرول کړي؛ خو د سفر جدي محدودیتونه په سیډني، میلبورن او کانبرا ښارونو کې لګېدلي دي.
ویل کیږي، چې په سیډني کې هره ورځ د کرونا ویروس شاوخوا ۲۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت کیږي.