تازه خبرونه

د آسیا او آفریقا په یو شمېر سیمو کې به لمرنیول ولیدل شي

Published

on

ګارډین ورځپاڼې په ډاګه کړې، چې د یکشنبې پر ورځ سپوږمۍ د لمر مخه نیسي او په لویدیځه آفریقا، عربي ټاپوګانو، هندوستان او سویلي چین کې به د لمر زرینې وړانګې کړۍ ته ورته ولیدل شي.

لمر نیول یا کسوف هغه وخت پېښیږي، چې سپوږمۍ د ځمکې او لمر تر منځ تېریدونکې شي او د لمر وړانګې  ځمکې ته پوره راونه رسیږي.

ګارډین څرګنده کړې: د یکشنبې پر ورځ به په شمالي نیمه کره کې د کال تر ټولو اوږده ورځ وي؛ ځکه، چې د ځمکې شمالي نیمه کره د لمر لوري ته را کږيږي.

دغه زرینه کړۍ( اورکړۍ ) به د یکشنبې پر ورځ د آفریقا د کانګو په جمهوریت کې له لمرختو څخه یوازې څو دقیقې وروسته ولیدل شي.

دغه کسوف یا لمر نیول به د کابل پر وخت د سهار له ۹:۱۶ څخه د ماسپښین تر ۱۲:۲۵ پورې د لیدلو وړ وي.

د ځمکې، سپوږمۍ او لمر جوړه شوې لیکه به پوره ۳۸ ثانیې اوږده وي؛ خو دا ځل به سپوږمۍ د لمر وړانګو مخه پوره ونه نیسي او له همدې کبله دا لمرنیونه( اورکړۍ ) نومول شوې ده؛ ځکه، چې د لمر وړانګې به د سپوږمۍ له څنډو لیدل کیږي او یوه وړانګینه کړۍ به وي.

بل کسوف یا لمرنیول به د ۲۰۲۰ کال پر ډسمبر په سویلي امریکا کې رامنځته شي، چې د لمر وړانګې به په کې نه لیدل کیږي.

Trending

Exit mobile version