لوبی
د آسیا جام په روزنیزو سیالیو کې د افغانستان او میانمار برخلیک ټاکونکې لوبه
دا لوبه به د سیمهییز وخت له مخې؛ د غرمي پر ۳ بجو پیل شي او په ځانګړي ډول د آریانا ټلویزیون له لارې په افغانستان کې خپلو لیدونکو ته خپرېږي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن پنجشنبه د آسیا ملتونو د جام په روزنیزو(مقدماتي) سیالیو کې د میانمار د ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.
دا لوبه به د سیمهییز وخت له مخې؛ د غرمي پر ۳ بجو پیل شي او په ځانګړي ډول د آریانا ټلویزیون له لارې په افغانستان کې خپلو لیدونکو ته خپرېږي.
د افغانستان لپاره دا لوبه ځانګړې ارزښت لري؛ ځکه ملي لوبغاړي هڅه کوي، چې په ځواکمنه بڼه لوبه وکړي، د سیمې په سیالیو کې خپل مقام پیاوړی کړي او د لوبډلې د پرمختګ بهیر روان وساتي.
د ملي لوبډلې مسوولان وایي، چې لوبغاړي به له پاملرنې سره لوبغالي ته رادننه شي؛ د خپلې لوبډلې پر جوړښت، دفاعي نظم او چټکو هڅو ښه پایه ترلاسه کړي.
دغه راز د میانمار ملي لوبډله هم پر لوړه جذبه لوبغالي ته ننوځي. دا لوبډله د چټکې لوبې او منظم جوړښت له کبله خپله پېژندنه لري او تمه ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ چټکه او زړهراکښونکې سیالي ترسره شي.
دا لوبه د آسیا ملتونو د جام د روزنیزو سیالیو یوه برخه ده؛ سیالي، چې په قاره کې پایلوبې ته د رسېدونکو لوبډلو په ټاکلو کې اړین رول لري.
سپورټي کارپوهان وایي، چې په دې لوبه کې بریا کولی شي د افغانستان هیلي راتلونکو پړاوونو لپاره زیاتې کړي او د لوبډلې نړیوال مقام ته هم وده ورکړي.