تازه خبرونه
د آسیا پراختیايي بانک د انرژۍ پیاوړي کولو لپاره ۱۱۰ میلیون دالر مرسته کوي
د آسیا پرمختیايي بانک د چهارشنبې پر ورځ د افغانستان د انرژۍ سکتور د پیاوړي کولو لپاره ۱۱۰ میلیون دالر وړیا مرسته منلې ده.
دغه بانک په ډاګه کړې، چې دا پروژه به نه یوازې د برښنا د وارداتو د حجم له دوه چنده کولو او ارزانه کولو سره د افغانستان د برښنا په اوږد مهاله کمولو کې هم مرسته وکړي.
د دغې پروژې له بشپړیدو سره به ۵۰۰۰۰۰ کورنۍ، سوداګریز بنسټونه او بېرودونکي د برښنا له صنعت سره ونښلول شي.
د آسیا پراختیایی بانک د انرژۍ کارپوه نانا ګورګنیدزه ویلي: په افغانستان کې د برښنا غوښتنه چټکه وده لري او دا د دې هېواد اقتصادي ودې ته اړینه ده.
هغه زیاته کړې: دا پروژه به د شبکې پیاوړي کولو او د وارداتي برښنا وړتیا ۹۰۰ میګاواته لوړولو او په یوه ګړۍ کې تر یوه کاله ۳۰۰ ګیګاوات وارداتي انرژی د رسولو له لارې کورونو او شرکتونو ته خوندي او اقتصادي برښنا چمتو کوي.
افغانستان د برښنا رسولو لپاره پر ګاونډ هېوادونو تکیه شوی او له ۲۰۰۲ کال راپدیخوا یې د پام وړ پرمختګ کړی، چې دمګړۍ ۳۴ سلنه خلک برښنا ته لاسرسی لري.
د بانک د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه به د ازبکستان د سورخان سب ستیشن څخه د افغانستان د خواجه الوان سب ستیشن ته د ۲۰۱ کیلو متره پر کچې پر هوایي مزي ۵۰۰ کیلو ولته برښنا ولیږدوي، چې دا له تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان څخه د برښنا نښلولو یوازنی مرکز دی.
دا پروژه به نه یوازې د خواجه الوان سب ستیشن ته تجهیزات چمتو کړي، بلکې د لس کلونو لپاره به له ازبکستان څخه د برښنا پېرودلو او پلور لپاره هم زمینه چمتو کړي.
سربېره پردې دا پروژې به د ملي برښنا شرکت د ښځینه انجنیرانو په ګډون یو شمېر کارمندانو ته د سرحدي برښنا لیږدونې او بېړنیو عملیاتو په اداره کولو کې روزنه ورکړي.