سوداگري
د آسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۵۰ میلیون ډالر مرسته ومنله
د آسیا پراختیايي بانک د کرونا ویروس واکسینو د پلي کولو لپاره له افغانستان سره نن سه شنبه( د وري ۳۱ ) د ۵۰ میلیون امریکایي ډالرو مرسته تصویب کړه، چې حکومت وکولی شي لوړکیفیت لرونکی واکسین وپېري او په دې اړه هېوادنۍ وړتیاوې لوړې کړي.
د آسیا پراختیایي بانک مشر ماساتسو ګو آساکاوا ویلي: افغان دولت په پام کې لري، چې شپېته سلنه پر شرایطو برابرو کسانو ته د کرونا واکسین وکړي. د آسیا پراختیایي بانک دوه اعشاریه شپږ میلیون وګړیو ته د واکسین برابرولو له لارې غواړي، چې په دې بهیر کې یوولس سلنه وګړي تر پوښښ لاندې ونیسي. د دې واکسین د وېش پروګرام د کواکس شرکت له لارې چمتو کیږي.
په افغانستان کې له تېرو دوه اوونیو راپدیخوا پر کرونا ویروس د اخته کېدو پېښې ډېرې شوي؛ تېر کال هم په همدې شپو او ورځو کې پلازمېنه کابل او لوی ښارونه د دغې ناروغۍ د ګواښونو له کبله کرنتین شوي وه.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زي ویلي، چې له درې اوونیو راپدیخوا پر کرونا د خلکو د اخته کېدو پېښې ډېرې شوي او هره ورځ له ۵ تر ۱۰ کسان له دې ناروغۍ مري.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو څرګنده کړې؛ د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال له پیلېدو سره پر کوویډ – ۱۹ د اخته کسانو شمېر هره ورځ ۱۲۰ کسانو ته رسیږي.
د افغان جاپان د بېړنیو څارنو څانګې مسوول شیرین آقا ناصري زیاته کړې؛ د دې ویروس له کبله مړینې هره ورځ له ۵ تر ۱۰ ته رسیږي.
ناروغ لرونکیو په ډاګه کړې؛ افغان جاپان روغتون، چې په کابل کې د کرونایي ناروغانو درملنې ته ځانګړی شوی، ټول بسترونه یې ډک شوي دي.
د رسمي څرګندونو له مخې؛ له دوشنبې ورځې راپدیخوا اووه کسان دې ناروغي مړه کړي او ۱۷۶ نور پرې اخته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي؛ که خلک روغتیایي سپارښتنې رعایت نکړي؛ لوی ښارونه به د کابل په ګډون کرنتین شي.
