سوداگري
د آسیا پراختیایي بانک افغانانو ته ۴۰۵ میلیون ډالر بشري مرسته تصویب کړه
د آسیا پراختیايي بانک (ای ډي بي) د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د خوراکي توکو د خوندیتوب، د افغانانو لپاره د اړینو روغتیایي او ښوونیزو خدمتونو د ترسره کولو لپاره یې ۴۰۵ میلیون ډالر مرسته تصویب کړې ده.
د آسیا پراختیایي بانک لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو پروژو تر سرلیک لاندې به د آسیا پراختیايي بانک په افغانستان کې د ملګرو ملتونو څلور ادارې تمویل کړي.
د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې ۲۲.۸ میلیون وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له خطر سره مخ دي.
دا مرستې به له ۸۰۰۰۰۰ څخه ډېرو خلکو ته د بېړنيو خوراکي توکو چمتو کولو او شاوخوا ۳۹۰۰۰۰ کورنیو ته کرنیز توکي، سرې، یا د کوچني فارم تجهیزات چمتو کړي. نږدې ۱۶۸۰۰۰ خلکو ته به د کار په بدل کې خوراکي توکي او نغدې پیسې ورکړ شي.
سربېره پردې ۲۰۰ میلیون ډالر به د لومړنيو روغتیایي پاملرنې او د روغتونونو اړینو خدماتو پر ساتلو ولګول شي، نږدې ۵ اعشاریه ۳ میلیون خلک به تر پوښښ لاندې ونیول شي او د ۲ اعشاریه ۳ میلیون کسانو لپاره به د کرونا واکسین واحد خوراک برابر او ځانګړي شي.
دغه راز د نورو نوښتونو په ګډون به د نجونو او هلکانو د تدریسي ټولګیو جوړولو ته پاملرنه وشي او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ( یو ان ډي پي) به د دغو پروژو له پلي کولو څارنه وکړي. دغه راز به په افغانستان کې سترې اقتصادي او ټولنیزې ارزونې ترسره او د آسیا پراختیایي بانک د مرستو اغېزې وارزول شي.