بلخ @ps
د آسیا پراختیایي بانک د مزارشریف ګازي برښنا پروژې ته پور ور کوي
د آسیا پراختیايي بانک او د افغان برښنا تولیدي شرکت(غضنفر ګروپ) تر منځ د ۱۰ میلیون ډالرو پر ارزښت د پور ورکړه لاسلیک شوه.
د آسیا پراختیايي بانک د څرګندونو له مخې؛ دغه لس میلیون ډالر د پور هغه برخه ده، چې د مزارشریف ګازي برښنا پروژې لپاره د مالي مرستې په توګه په پام کې نیول شوې، چې د کورنیو سرچینو له لارې د دایمي انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره وکارول شي.
دا بانک وایي، د افغانستان په خصوصي سکتور کې دا د ګازي برښنا لومړنۍ پروژه ده، چې بودجه یې د مالي پراختیا موسساتو لخوا برابریږي.
د آسیا پراختیايي بانک څرګندوي؛ دا تر ۲۰۳۰ کال پورې د ستراتیژۍ په نوم د بانک د اوږدې مودې بېخبنایي ستراتیژي ده، چې د افغانستان په جنګي حالاتو کې د خصوصي سکتور له لارې ترې ملاتړ کیږي.
دوی په ډاګه کړې: د آسیا پراختیایي بانک ۱۰ میلیون ډالره نوره قرضه، چې خصوصي بېخبنایي صندوق چمتو کړې هم دې پروژې ته منظوروي. دغه اوږدمهاله پور د افغانستان د مزارشریف په اړوند سیمه کې د۵۸.۵۶ میګاولټه ګازي برښنا د باوري کولو لپاره برابریږي.
د دې بانک د اعلامیې له مخې؛ دا پروژه سره له دې، چې طبعیي ګاز کاروي؛ خو ۸۹ میلیون ډالره لګښت پرې راځي، چې د کال ۴۰۴ میګاولټه ګړۍ انرژي به رامنځته کړي.
د آسیا پراختیایي بانک د بېخبنایي چارو مالي مدیرچکربورټي وایي: دا پروژه مونږ ته ډاډ راکوي، چې له طبیعي ګازو څخه د برښنا تولید به نه یوازې په افغانستان کې د وارداتي برښنا کچه راټيټه کړي، بلکې د انرژۍ امنیت هم ورسره خوندي کیږي.
هفه زیاته کړې؛ د دې هېواد بریالي کیدل بازار ته یو اړین پیغام رسوي، چې د افغانستان د برښنا صنعت اوس په خصوصي سکتور کې د پانګې جذبولو ته چمتو شوی دي.
د افغان برښنا تولیدي شرکت( غضنفرګروپ) مشر اسماعیل غضنفر وایي: دا د غضنفر ګروپ په پلان کې لومړنی ګام دی، چې له نړیوالو پراختیایي بانکونو، سیمه ییزو، نړیوالو شرکتونو او افغان حکومت سره د همکارۍ له لارې په افغانستان کې د ۵۰۰۰ میګا ولټه انرژۍ د تولیدي تاسیساتو په جوړولو کې مرسته کوي.
ویل کیږي، چې افغانستان لږ تر لږه ۷۵ سلنه د اړتیا وړ برښنا انرژي له بهره واردوي.