سوداگري
د آسیا پرمختیايي بانک کرنیز سیستم ته د ۱۸ میلیون دالرو مرسته اعلان کړه
د آسیا پرمختیايي بانک تېره ورځ په افغانستان کې د کرنې د ودې لپاره د مرستو نوی کڅوړه اعلان کړه.
د دغه بانک د خبر پاڼې له مخې، غه بانک د هېواد په شمال ختیځ کې د آمو اوبو د مدیریت او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره له ۱۸ میلیون دالرو ډېرې نوې مرستې برابرې کړي.
د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د دغو پیسو یوه برخه به د هېواد په ځینو نورو سیمو کې د ځنګلونو د ساتنې لپاره هم وکارول شي.
په هېواد کې یو شمېر سوداګر او پانګه وال د دوی د سوداګرۍ د کمیدو په اړه اندېښمن شوي؛ ځکه، چې په هېواد کې د سولې بهیر ځنډ سیاسي ګډوډۍ ته زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان د سوداګریزو خونو فدراسیون مرستیال سخي احمد پیمان وايي، چې اوسمهال هیڅ پانګه وال په هېواد کې د سوداګرۍ پراختیا ته لیواله ندي.
په دوحه کې د حکومتي او طالب پلاوو تر منځ خبرې اترې له ۴۰ ورځو راپدیخو ټکنۍ روانې دي، چې په رسمي بڼه د سولې خپلمنځی خبرې پیل کړي؛ خو تر دې دمه دوی ندي توانیدلي، چې د خبرو پر راتلونکي بهیر هوکړه وکړي.
سوداګر او پانګوونکي وايي؛ که په افغانستان کې سیاسي وضعیت او د سولې خبرې روښانه نشي، نو دا مرستې به یې له هېواده ووځي.
د آسیا پرمختیایي بانک له ۲۰۰۲ کال راپدیخوا د افغانستان له کرنې، طبیعي سرچینو او د کلیو پراختیا سکتورونو لپاره له ۸۷۹ میلیون دالروڅخه د ډېرو مرستو ژمنه کړې.