تازه خبرونه

د آسیا د پانګونې او بېخبنا په بانک کې د افغانستان غړیتوب ګټور ګام دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 مالیې وزارت د  آسیا د پانګونې او بېخبنا په بانک کې د افغانستان غړیتوب ګټور ګام بولي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زی وایي، په دې بانک کې د افغانستان غړیتوب کولی شي په مالي چارو او د نړیوالو مرستو په تر لاسه کولو کې زیاتې آسانتیاوې را منځته کړي.

نوموړی د آسیا د پانګونې او بېخبنا په بانک کې د افغانستان غړیتوب د اقتصادي ودې لپاره ګټور ګام ګڼي او وایي، د دغه بانک په مرسته مونږ کولی شو په هېواد کې بنسټیزې پروژې پلې او مثبته وټه ییزه وده ولرو.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش زیاتوي، په دې برخه کې به د افغانستان مدیریت ډېر ګټور او د حساب وړ وي.

د نوموړي په وینا؛ وګورو، چې د افغانستان حکومت څه راز برنامې لري او څنګه کولی شي د دغه بانک ګټه د ملي افتصاد په وده او پراختیا کې وکاروي.

د آسیا د پانګونې او بېخبنا بانک دوه کاله مخکې د چین د ولسمشر لخوا پرانیستل شو. د دې بانک موخه د ودې په حال کې هېوادونو  سترو پروژو ته د مالي مرستو برابرول ګڼل کیږي.

خبریاله: لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version