تازه خبرونه

د آصف مومند لسګونه پلویانو په کابل کې اعتراض وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بلخ د ولایتي شورا د غړي آصف مومند لسګونه پلویانو په کابل کې اعتراض وکړ. دوی له دولت او نړیوالو بنسټونو غواړي، چې د مومند دوسی ته پاملرنه وکړي؛ ځکه له مومند سره د بلخ والي لخوا ناوړه چلند شوی؛ خو والي دغه تورونه نه مني.

څو ورځې مخکې د بلخ ولایتي شورا غړی آصف مومند په مزارشریف ښار کې ونیول شوی و. نوموړی وایي؛ نیونه یې د والي په امر او په ناقانون ډول شوې، چې د والي او زامنو لخوا یې وهل شوی هم دی. د دې مسالې څېړلو ته د ولسمشر لخوا یو پلاوی هم ګمارل شوی دی.

په کابل کې د مومند لسګونه پلویانو اعتراض وکړ او له مومند سره د بلخ والي چلند یې وغانده.

اعتراض کوونکي وایي، حکومتي مسوولین باید له زور څخه ځانګړې ګټه پورته نکړي؛ خلک ونه ځوروي او خپله ځواکمني ونه ښیي.

قومي مشر سید حسین خالقي وایي، له ښاغلي مومند سره ترسره شوې کړنه له کرکې او وحشت ډکه ده او مونږ یې په سختو ټکو کې غندو.

قومي مشر حشمت الله ارشد وایي، مونږ به هغو دولتي چارواکو ته، چې له څوکۍ او مقامه ځانګړې او ناوړه ګټه اخلي؛ اجازه ورنکړو ، چې بیا له چا سره خپله ناوړه کړنه تر سره کړي.        

دغه اعتراض کوونکي له دولت او نړیوالو بنسټونو غواړي، چې د مومند د شکنجې عاملان په سزا ورسوي.

د بلخ د ولایتي شورا غړی آصف مومند وایي، ما څه کړي وه، چې وتښتول شوم؛ ما په بلخ کې عدالت غوښت، ځکه، چې د بلخ والي د ځمکو په غصب او فساد کې ښکېل و.           

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد د آصف مومند دغه ادعا نه مني او وایي، د حقیقت موندنې د پلاوي د څېړنو پایلو ته په تمه يو.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې آصف مومند د مزارشریف ښار په هوایي ډګر کې ونیول شو. د هغه د وینا له مخې؛ د والي پر امر نیول شوی او څورول شوی دی. حکومت د دې قضیې څېړلو ته یو پلاوی ګمارلی او ویل کیږي، چې د حقیقت موندنې د پلاوي څېړنې بشپړې شوي؛ خو پایلې یې رسنیو ته څرګندې شوې نه دي.

Trending

Exit mobile version