تازه خبرونه
د آغا خان بنسټ نوي رییس د تاریخي او فرهنګي آثارو د بیا رغونې ډاډ څرګند کړ
د افغانستان لپاره د آغاخان بنسټ نوي رییس نجم الدین نجم او ورسره مل پلاوي یې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره وکتل.
په دې کتنه کې نجم الدین نجم، امیرخان متقي ته د خپل نوي ماموریت په اړه معلومات او په روغتیایي، ښوونیزو، کرنیزو او فرهنګي برخو کې د دغه بنسټ د فعالیتونو راپور وړاندې کړ.
نجم الدین نجم دغه راز د پراختیايي اقتصاد په برخه کې د پروژو، طبیعي پېښو ته د لاسرسي او په افغانستان کې د ۱۴۰ فرهنګي – تاریخي میراثونو او آثارو د بیارغونې یادونه هم وکړه.
امیرخان متقي له نجم الدین نجم څخه وغوښتل؛ د تاریخي آثارو بیارغونې، ساتنې او پالنې ته دې پاملرنه زیاته شي؛ ځکه، چې دا کار تاریخي او ښکلاییز ارزښت لري.
