سیمه ییز خبرونه
د آقينې بندر سوداگريزو چارو وده كړې
په فارياب كې د اندخوى گمرك چارواكي وايي:
په آقينه بندر كې د سوداگريزو راكړو وركړو ډېروالي د دغه بندر عايدات زيات كړي دي.
د اندخوى گمرك رييس شهاب الدين وايي:
په افغانستان كې اوس آقينه بندر يو له هغو بندرونو څخه دى، چې ډېر عايد لري.
د نوموړي په وينا، تخنيكي سهولتونه، د دېرش كيلو مترو په واټن پوخ سړك او په اداري چارو كې بشپړ رڼښت د دغه بندر د عايداتو د ډېريدو ستر لاملونه دي.
د هېواد يو شمېر سوداگر وايي:
د آقينې بندر له لارې د سوداگريزو توكو ليږد نه يوازې آساني رامنځته كړې، بلكې واټن يې هم رالنډ كړى دى.
د دوى په وينا، د افغانستان د سوداگرو توكي به پخوا له درې هېوادونو راليږديدل، خو اوس دغه توكي د آقينې بندر له لارې له يو يا دوه هېوادونو راتېريږي كيږي.
يو شمېر سوداگر وايي:
پخوا به مو سوداگريز توكي له ايران څخه تركمنستان ته او له هغه ځايه به د ازبكستان له لارې افغانستان ته راليږديدل، خو اوس د تركمنستان له لارې افغانستان ته راوارديږي.
د آقينې بندر تړون په ۱۳۷۱ل كال د افغانستان او تركمنستان ترمنځ لاسليك شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د آقينې بندر يو مهم اقتصادي بندر دى، چې هره ورځ په كې سلگونه ټنه سوداگريز توكي هېواد ته راوارديږي.