تازه خبرونه

د آقینې – اندخوی د اوسپنیزې کرښې کار ۸۵ سلنه بشپړ شو

Published

on

د افغانستان د اوسپنیزې کرښې ادارې څرګنده کړې، چې د فاریاب ولایت د آقینې – آندخوي د اوسپنیزې کرښې د جوړولو کار ۸۵ سلنه بشپړ شوی او تمه ده، چې دغه ترانزیټي لار په راتلونکیو څو میاشتو کې بشپړه شي.

د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د آقینې – اندخوی اوسپنیزه کرښه ۳۱ کیلومتره اوږدوالی لري او پاتې کارونه به یې په څو میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

دې ادارې زیاته کړې، چې د آقینې – اندخوی اوسپنیزه کرښې د جوړولو تړون د افغانستان د اړوند ادارې او د ترکمنستان د صنعت او اړیکو وزارت ترمنځ لاسلیک شوی او د دې ریاست له پراختیايي بودیجې څخه به جوړه شي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د اقینی – اندخوی اوسپنیزه کړښه د هېواد د اوسپنیزې کرښې د کورني شبکې د رامنځته کولو لپاره لوی ګام دی او سیمه به هم ونښلوي.

دا په داسې حال کې ده، ګې څو ورځې وړاندې  د هرات – خواف اوسپنیزه کرښه د افغانستان او ایران د ولسمشرانو د انلاین  ناستې پر مهال پرانستل شوه.

Trending

Exit mobile version