سیمه ییز خبرونه
د آلمان صدراعظمه انگلا مركل افغانستان ته په ناڅاپي سفر رارسيدلې ده
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د آلمان صدراعظمه آنجلا مرکل او د دغه هېواد دفاع وزیر توماس مايزير نن سهار(د غويى۲۰) په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راورسیدل.
آلماني چارواكو څرگنده كړې، چې د آلمان لومړۍ وزيره له خپل پلاوي سره مزارشريف ښار ته تلي او له خپلو سرتېرو ليدنه كوي.
آلمان په افغانستان كې ۴ زره ۳۰۰ سرتېري لري، چې ټاكل شوې ده په ۲۰۱۴م كال كې د ناتو له نورو ځواكونو سره افغانستان پريږدي.
ويل شوي، چې آلمان له ۲۰۱۴م وروسته د افغان ځواكونو د روزنې لپاره د ۸۰۰ سرتېرو د پاتې كيدو وړانديز كړى دى.
دغو چارواكو په داسې حال كې افغانستان ته سفر كړى، چې ټاكل شوې تر دوه راتلونكيو مياشتو له نړيوالو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د امنيتي چارو د ليږد پېنځم پړاو پيل شي.