سوداگري

د آمو سیند حوزې د ۶۰ زره ټنه تېلو داوطلبي ترسره شوه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۱, ۱۴۰۲)

د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د آمو سیند د تېلو حوزې ۶۰  زره ټنه خام تېل، چې داوطلبۍ ته وړاندې شول؛ یو کورنی شرکت له ټولو د غوره بیې پر وړاندې کولو د دې داوطلبۍ ګټونکې شو.

د کانونو او پطرولیم وزارت چارسمبالي ويلي؛ هڅې کوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د امو حوزې د تېلو د چاڼ لپاره معیاري چاڼخونې او زیرمې جوړې کړي.

د دې وزارت ټینګار کړی، چې په راتلونکیو ۳ کلونو کې به هېواد د نفتو له اړخه پر ځان‌بسیا شي.

د تېلو د داوطلبۍ ګټونکي شرکت مسوول ذبیح الله نظري  ويلي؛ په دې برخه کې یې څه باندې ۲۷ میلیون ډالر پانګه اچونه کړې، چې په کې به ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د میرزاخېل د نفرایت ډبرو کان هم دواطلبۍ ته وړاندې او له ګټونکي شرکت له مسوول نور الله سره د ۵ کلونو  تړون لاسلیک شو، چې له مخې به يي د استخراج شویو ډبرو د پلور له درکه ۹۱ اعشاریه پېنځه سلنه پیسې اسلامي امارت او پاتې ۸ اعشاریه پېنځه سلنه پیسې شرکت ته ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یاد وزارت سرپرست ويلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د هرات ولایت د ۲۳ زره کیلومتره سیمې کار، چې د تېلو او ګازو ۱۱ بلاکونه لري هم شروع شي .

Trending

Exit mobile version