تازه خبرونه
د آمو سیند د تېلو ورځنی استخراج به له دوه زره ټنو زیات شي – افچین شرکت
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې پر ورځ د چینايي کمپنۍ افچین د مشر د څرګندونو له مخې خبر ورکړ، چې په ۲۰۲۴ ز. کال کې د ۲۴ نویو څاګانو له فعالېدو سره به د ورځنیو تېلو د استخراج کچه دوه زره ټنو ته لوړه شي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د یاد شرکت مشر د کانونو او پټرولیم وزارت له چارسمبالي سره د ۲۰۲۴ ز. کال د پلانونو، د ۶ زره ټنو پر وړتیا د تېلو د زېرمو جوړولو، د تېلو د چاڼخونې جوړېدو، د دوه نافعالو څاګانو رغولو او د ۲۲ نویو څاګانو د کیندلو په اړه خبرې کړې دي.
د افچین شرکت اوسمهال د ۴ زره ټنو پر وړتیا د تېلو زیرمه لري او په پام کې ده، چې په قشقري سیمه کې د ۶ زره ټنو پر وړتیا د تېلو نوې زېرمه جوړه کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د افچین شرکت له رییس سره په کتنه کې د کانونو پر روڼتیا ټینګار وکړ.
هغه ويلي: د تېلو د څانګوالو ( متخصصينو) او انجنيرانو په استخدام کې بايد يوازې افغانانو ته د درې زره ۹۰۰ امريکايي ډالرو پر حد اکثر معاش زمينه برابره شي او که په افغانستان کې متخصصين نهوي، د سيمې پر کچه د معاشونو پر ورکولو دې بهرنيان وګومارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو ویلي؛ هڅه کوي افغانستان د ګاز او تېلو په برخه کې پر ځانبسیا شي.