سوداگري

د آمو سیند په حوزه کې د تېلو ورځنی استخراج ۱۳۵۰ ټنو ته لوړ شو – د کانونو وزارت

Published

on

(Last Updated On: کب ۹, ۱۴۰۲)

د کانونو او پټرولیم وزارت څرګنده کړې، چې د آمو سیند د تېلو په حوزه کې د شپږ نویو څاګانو له کېندلو او فعالېدو سره د فعالو څاګانو شمېر ۲۴ هغو ته لوړ او د استخراج کچه یې د ورځې ۱۳۵۰ ټنو ته لوړه شوې ده.

د آمو سیند د تېلو په حوزه کې د هېواد د شمال؛ سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونه یاد شوي دي، چې هره ورځ د قشغري له ۱۵ څاګانو، د انګوت له ۶ څاګانو او د آق دریا له ۳ څاګانو څخه ۱۳۵۰ ټنه تېل استخراج او چاڼ یې هم د خصوصي سکټور لخوا په هېواد کې دننه ترسره کیږي.

د کانونو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د آمو سيند د تېلو په حوزه کې د سړکونو په ګډون، د ودانيو او په بېلابېلو سيمو کې د تېلو د زېرمو د جوړولو تر څنګ د تېلو په دې سيمه کې د دوه اړخيزې او درې اړخيزې سروې چارې هم روانې دي.

دې وزارت زیاته کړې، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۴ ز. کال تر پایه به ۱۲ څاګانې په قشغري، ۸ څاګانې په زمرد سای، یوه څاه په بازار کمي او ۲ څاګانې د آق دریا په حوزه کې وکېندل شي، چې ورسره به د آمو د تېلو د فعالو څاګانو ټولیز شمېر ۴۷ څاګانو ته ورسیږي او د ورځني استخراج کچه به ۳۰۰۰ ټنو ته ورسیږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا مهال د آمو سیند د تېلو په حوزه کې ۱۵۰۰ کسان په مستقیم او نامستقیم ډول پر کار بوخت دي او د هرې ورځې له تېرېدو سره یې کاري ساحه پراخه او کاري زمینه رامنځته کیږي.

Trending

Exit mobile version