تازه خبرونه

د آمو سیند په حوزه کې د قشقري له ۸ نویو څاګانو څخه د نفتو د استخراج کار پیل شو

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۸, ۱۴۰۲)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سې شنبې پر ورځ( د لیندۍ ۷ ) د آمو سیند په حوزه کې د سرپل د قشقري له ۸ نویو څاګانو د استخراج کار پیل کړ.

د کانونو او پترولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په هغو مراسمو کې، چې نن په سرپل ولایت کې ترسره شول ملا برادر د نفتو استخراج د ځان‌بسیاینې په برخه کې یو مثبت ګام وباله او د سرپل ولایت اوسیدونکیو ته یې د ډېرو نورو ټولنیزو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

دغه راز د کانونو او پترولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور ویلي، چې د دغو ۸ نویو څاګانو له کیندلو او فعالولو سره د فعالو څاګانو شمېر ۱۷ څاګانو ته رسېدلی او د استخراج کچه یې د ورځې ۸۰۰ متر مکعب ته لوړه شوه.

شهاب الدین دلاور زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به لس نورې څاګانې وکیندل شي، چې له فعالیدو سره به یې د استخراج کچه هم لوړه شي.

هغه ویلي، چې د اکتشاف دا لړۍ به دوه کاله نوره هم روانه وي.

د افغان-چین شرکت استازي شي څرګنده کړې؛ مونږ ژمنه کوو، چې په خپل تړون کې صادق واوسو او د سوداګرۍ د ودې او امنیت په برخه کې له اوسني حکومت سره همکاري وکړو.

 

ویل کیږي، چې په دې پروژه کې څه ۳۵۰ انجنیران او څه باندې ٥٥٠ کارکوونکي په مستقيم او يو شمېر نور يې په غير مستقيم ډول کار کوي.

Trending

Exit mobile version