سوداگري
د آنلاین صرافیو هڅې بندې شوې
(Last Updated On: وری ۲۱, ۱۴۰۳)
د افغانستان بانک څرګنده کړې، چې د انلاین صرافیو فعالیتونه منع دي او له سرغړوونکیو سره به قانوني چلند وشي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ کوم چا یا شرکت ته تر دې دمه د انلاین صرافۍ د چلولو جواز ندی ورکړ شوی؛ ځکه دا ډول فعالیتونه غیر قانوني دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان بانک له ګرانو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د دې راکړې ورکړې د خطرونو، زیانونو او وروستیو مسوولیتونو له کبله د انلاین صرافۍ له معاملاتو ډډه وکړي.
د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه موضوع يې امنيتي او کشفي ارګانونو ته رسولې او له سرغړوونکیو سره به قانوني چلند وشي.