سیمه ییز خبرونه
د آيساف قوماندانې وايي، چې د ولسمشرې ټاكنو پر مهال به د افغان امنيتي ځواكونو ملاتړ وكړي
د آيساف قوماندانۍ لوړ پوړي چارواكي وايي، د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو تر ترسره كېدو پورې افغان امنيتي ځواكونو ته د امنيتي مسئوليتونو د لېږد بهير پاى ته رسېږي او د بهرنيو ځواكونو د وتلو بهيرهم وروستي پړاو ته نږدې كېږي، خو افغان امنيتي ځواكونه به يوازې پاته نه شي.
د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو په ورځو كې د امنيت خرابېدل هغه اندېښنه ده، چې تل په سياسي غونډو كې ورته اشاره كېږي، په همدې وخت كې له افغانستان څخه د ناټو ځواكونو د وتلو تدريجې لړى خپل وروستي پړاو ته رسېږي، له ټاكنو څخه وړاندې به د امنيتي مسئوليتونو د لېږد بهير هم پاى ته ورسېږي او لدې سره دا اندېښنې هم موجودې دي، چې افغان ځواكونه به د ټاكنو د امنيت نيولو توان ونه لري.
له دې سره په يو وخت په كابل كې د آيساف ځواكونو وياند گونټر كتز وايي:
د ټاكنو پر مهال به آيساف ځواكونه د افغان ځواكونو ملاتړي ووسي، بيا هم وايم، چې د اړتيا په صورت كې به ايتلافي ځواكونه د افغان ځواكونو سره مرسته وكړي، خو رهبري به د افغان ځواكونو پر غاړه وي .
د افغان ځواكونو د ناتوانۍ په باب اندېښنې له هغې وروسته زياتې شوې، چې يو شمېر لوېديځوالو پوځي چارواكو وويل، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو تر وتلو وروسته به د دغه هېواد په كليو او بانډو كې نا امنۍ ډېرې شي.
په كابل كې د آيساف وياند بيا د لويديځوالو پوځي چارواكو دغه نظر او څرگندونې ردوي.
نوموړى وايي، ما د ائتلاف ځواكونو له ډېرو قوماندانانو سره خبرې كړې دي او دا روښانه شوې، چې دغه رپوټ د افغانستان د وضعېت استازيتوب نه شي كولاى. له هغو قوماندانانو سره، چې ما خبرې كړي دي دوى هم له ترهگرو سره په جگړه كې د افغان ځواكونو د وړتيا ډاډ راكړى دى.
د افغانستان راتلونكې ولسمشريزې ټاكنې به له نن څخه شاوخوا څورلس مياشتې وروسته د ۱۳۹۳ لمريز كال د وري په مياشت كې تر سره شي.
دا په داسې حال كې ده، چې افغان ځواكونو هم د ټاكنو د امنيت ساتلو ته پوره چمتوالى ښودلى دى.
