سیمه ییز خبرونه
د آيساف په هوايي بريد كې ۱۰ ماشومان وژل شوي دي
د کونړ چارواکي وايي:
آيساف د كونړ ولايت په شيگل ولسوالۍ کې پرهغو کورونو بمبارد کړى، چې وسله وال طالبان په کې پټ شوي ول.
دوی وايي:
په دغوعملیاتو کې یو شمېرمهم طالب جنگیالي هم وژل شوي دي.
د کونړ والي ویاند واصف الله واصفي وايي:
تېره شپه(د وري ۱۸) شاوخوا دولس بجې آیساف او افغان امنیتي ځواکونو د کونړ د شيگل ولسوالۍ د شلتن په دره کې د یو شمېر مهم طالب قوماندانو د نیولو او ځپلو په موخه گډ عملیات پیل کړل.
نوموړی وايي:
کله، چې وسله والو سیمې ته تللي امنیتي ځواکونه محاصره کړل او نښته پیل شوه؛ نو گډو امنیتي ځواکونو له آیساف څخه د هوايي ځواک غوښتنه وکړه. سیمې ته د الوتکو له رسیدو سره سم الوتکو د وسله والو پریو شمېر پټنځایونو او د سیمې د خلکو هغه کورنه بمبارد كړل، چې وسله وال په کې راټول شوي ول. په دې هوايي بريد کې لس ماشومان او یوه ميرمن ووژل شول او پېنځه ميرمنې ټپیانې شوې.
د نوموړي په وينا، په دې نښته كې يو بهرنى پوځي مشاور او اووه طالبان هم وژل شوي دي.
هغه زياتوي، ټپیان ټول د اسعد آباد ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د شيگل ولسوال عبدالظاهر ساپى وايي:
بمبارد د علي خان په نامه د يوه طالب قوماندان پر کور شوى، چې په كې خپله د ده په گډون د هغه یو شمېر ماشومان وژل شوي دي.
ولسوال زياتوي:
گډو ځواکونو دوى ته د تسلميدو امر وکړ؛ خو هغوى پرگډو ځواکونو ډزې وکړې.
د شلتن د درې یو شمېراستوگن وايي، چې:
بهرنیو ځواکونو د علي خان، شريف الله او بهرام په نومونو د درې وروڼو کورونه بمبارد کړي، چې له كبله يې درې واړه وروڼه او د کورنۍ زيات شمېرغړي وژل شوي دي.
طالبانو په دې جگړه کې د گڼ شمېر امريکايي سرتېرو د وژل کيدو ترڅنگ ادعا کړې، چې په دې بمبارد کې ښځې او ماشومان وژل شوي.
په کابل کې د آيساف مطبوعاتي دفتر وايي، په کونړ کې د ولسي تلفاتو په اړه خبرشو او په دې اړه څېړنې پيل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې څه ناڅه دوه مياشتې وړاندې هم د آيساف ځواكونو په بمبارد كې د دې ولايت لس عام وگړي وژل شوي ول.