تازه خبرونه

د آیسا رییس قربان حقجو نن په رسمي توګه معرفي شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان له پانګونې د ملاتړ ادارې یا آیسا رییس قربان حقجو نن په رسمي توګه معرفي شو.

د ملې یووالي د حکومت اجرایي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله چې د قربان حقجو د معرفي کولو په مراسمو کې یې خبرې کولې وویل چې فساد، وزګارتیا، فقر د قوانینو بې ثباتي د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د ښې پانګونې مخه ونیسي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې نوی ريیس وټاکل شو، خو د پانګونې په لاره کې لا هم ګڼې ستونزې پرتې دي.

اجرايي ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې د قوانینو بې ثباتي، نا امني او فساد هغه لاملونه دي چې له کبله په هیواد کې د پانګونې حالت ټکنی شوی دی.

پوهیږو چې د ښه امنیتي حالت په تمه تاسو هیڅ یو هم نه یاست کښیناستلي؛ تاسو په ځان خطر منلی او راغلي یاست او له هغه سرمایې څخه چې ستاسو او د افغانستان د خلکو په زیار لاسته راغلې، دلته مو پانګونه وکړه؛ په داسې حال کې چې ښایي له هیواده بهر تاسو ته تر دې ښه فرصتونه موجود ول.

د پانګونې د ملاتړ ادارې یا ایسا نوی رییس قربان حقجو وايي چې د هیواد داقتصادي ودې، کار موندنې، فقر د لرې کولو او متوازني پرمختیا لپاره به کار وکړي.

ده د افغانستان اوسنی اقتصادي حالت د اندېښنې وړ او ماتیدونکی وباله.

مونږ په ماتیدونکي اقتصادي حالت کې یو. بيکاري او کمزوری اقتصادي حالت، د پانګې تېښته، اداري فساد او د منظمو بنسټونو نشتوالی د جدي ستونزو څخه بلل کیږي چې د حل لاره يې یوازې د عایدو له لارې د پاییدونکي اقتصاد رامنځ ته کول دي.

بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې وزیر همایون رسا وایي، پانګه اچونه زمونږ د سلو ورځو کاري پلان یوه برخه ده چې د آیسا ادارې په مرسته مخ ته ځي.

په هیواد کې ۸.۲ میلیوڼه سوداګرۍ بیلانس لرو چې باید حل شي او یواځینی لاره یې د پانګونې له لارې ده.”

خبریاله: نبیله حفیظي

Trending

Exit mobile version