نړۍ

د آینشټاین د نسبیت تیورۍ خطي نسخه پر ۱۳ میلیون ډالرو وپلورل شوه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۳, ۱۴۰۰)

د البرټ آینشټاین او مایکل بیسو یوه ګډه خطي نسخه په پاریس کې لیلام او پر ۱۳ اعشاریه ۱۷میلیون ډالرو / ۹ اعشاریه ۸ میلیون پونډو وپلورل شوه.

دا  ۵۴ مخیزه څېړنه، چې د آینشټاین لاسليلک هم په کې شته؛ یوه له هغو دوه مشهورو نسخو ده، چې د نسبیت تیوري په ډاګه کوي.

آینشټاین دا څېړنه د مایکل بیسو په همکارۍ ترسره کړې ده. د کریسټيز لیلام د ۲ اعشاریه  ۳  او ۳ اعشاریه ۴ میلیون ډالرو ترمنځ اټکل اټکل کړی و. د دې څېړنې پاڼې له بیسو( سویسي فزیکپوه او د آینشټاین نږدې ملګري) سره وې. دوی دا څېړنه د ۱۹۱۳ او ۱۹۱۴ زېږدیز کلونو ترمنځ لیکلې ده.

په پاریس کې د خطي مسخو څانګوال او د لیلام د نندارې کوربه وینسنټ بلیو وایي: د دې نسخې اهمیت په دې کې نغښتی، چې له ۱۹۱۹ څخه مخکې د آینشټاین د څېړنې اسناد ډېر نادر دي.هغه به د خپلو تجربو په اړه دېر څه لیکل او دا حقیقت، چې یوه نسخه تر ننه پاتې شوې؛ بیسرې ده.

د دې څیړنې په پاڼو کې محاسبې پر ژیړ کاغذ پر تور رنګ لیکل شوي دي.

د آینشټاین نظریې د عصري کهکشانونو او ټکنالوژیو لکه جي پي اس نیویګیشن لپاره زمینه برابره کړې ده.

Trending

Exit mobile version