تازه خبرونه

د آی او سي د زنګون وهلو ضد قانون له بشري حقونو سرغړونه ده

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۶, ۱۳۹۹)

د لوبغاړیو نړیوال غورځنګ په ډاګه کړې؛ د آی او سي هغه قانون، چې سیالان د توکمپالنې پر ضد د لاریونونو له ملاتړه منع کوي له بشري حقونو  سرغړونه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د اولمپیک نړیوالې کمیټې (آی او سي) د جنورۍ په میاشت کې یو قانو وضع کړ (پنځوسمه مقرره) چې له مخې یې د ملاتړ په موخه د سیالانو زنګون وهل منع شوی دي.

په ۵۰ مه مقرره کې راغلي؛ د المپیک لوبو ځانګړتیا دا ده، چې له ټولې نړۍ څخه لوبغاړي د سولې او یووالي په فضا کې سره یوځای کیږي.

دغه مقرره لیکي: مونږ باور لرو، چې د یووالي ترټولو ستره بېلګه یو  او د اولمپیک په کورنۍ کې د نړۍ له ټولو غورو سره په همغږۍ کې ژوند کوو. دا د نړۍ لپاره یو ځانګړی مثبت پیغام دی. له همدې کبله په شخصي او نړېواله کچه دا مهمه ده، چې مونږ د اولمپیک ځایونه، ټولنې او کړنې بې پرې او له هر راز سیاسي، مذهبي یا قومي احتجاجونو څخه پاک وساتو.

د لوبغاړیو نړیوال غورځنګ ویلي، چې دا “له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه” ده او په دې قانون کې باید بدلون راوړل شي.

دغه غوښتنه د جورج فلاویډ له مړینې وروسته رامنځته شوی؛ فلاویډ یو تورپوستې امریکایي و، چې تېره میاشت د امریکا په مینیناپولیس کې د پولیسو تر توقیف لاندې مړ شو او په متحده ایالاتو کې د پراخه لاریونونو لامل شوی دی.

په دې تړاو د المپیک نړیوالې کمیټې (آی او سي) ویلي؛ لوبغاړي به پخپله پریکړه وکړي، چې د المپیک له اساسي ارزښتونو  په څه ډول “په درنښت سره” ملاتړ وکړي.

Trending

Exit mobile version