تازه خبرونه
د آی ایس آی مشر له طالب مشرانو، زاخېلوال او حکمتیار سره په کابل کې لیدلي – سرچینې
یو شمېر سرچینو په ډاګه کړې؛ د پاکستان د آی اس آی مشر جنرال فیض حمید د شنبې پر ورځ کابل ته راغلی؛ له طالبانو، زاخېلوال او حکمتیار سره یې لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې له طالبانو سره یې د بهرنیو وګړیو او افغان همکارانو د خوندي وتلو، د پولې مدیریت او په سیمه کې د امنیت خوندي کولو په اړه خبرې کړې دي.
جیو نیوز راپور ورکړی، چې حمید به په افغانستان کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره د افغان کډوالو د بېرته راستنیدو، ټرانزیټ او د پولې د مدیریت په اړه هم خبرې کړي دي.
سرچینې زیاته کړې؛ هغه مهال، چې طالبانو کابل ونیوه زرګونه بهرني وګړي د طالبانو پر همکارۍ پاکستانیو الوتکو له افغانستان څخه وایستل.
جیو نیوز راپور ورکړی، چې د پولې مدیریت یوه بله مهمه مسله ده، چې د حمید د لیدنې پرمهال به حل شي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته څرګنده کړې، چې کابل ته د پاکستان د آی ایس آی د مشر سفر د پاکستان په غوښتنه شوی او تمه ده، چې پلاوی به له طالب چارواکو سره د کډوالو د ستونزې په ګډون پر یو شمېر مسایلو او له کابل هوایي ډګره د الوتنو د بیا پیل په اړه خبرې وکړي.
دغه راز د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د شنبې پر ورځ ویلي، چې پاکستان به له طالبانو سره د یو ټولمنلي حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي.
نوموړي د بریټانیا د بهرنیو چارو له وزیر ډومینک راب سره په لیدنه کې ویلي، چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې او ثبات او همدارنګه به د یو ټولمنلي حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي.
ویل کیږي، چې د پاکستان د آی ایس آی مشر پر طالبانو مشرانو سربېره د مالیې له پخواني وزیر عمر زاخېلوال او همدارنګه د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره هم لیدلي دي.
