تازه خبرونه

د آی سي سي پر چارواکو د امریکا بندیزونو د ملګرو ملتونو اندېښنه راپارولې

Published

on

Reuters
(Last Updated On: وږی ۱۳, ۱۳۹۹)

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې (آی سي سي) پر څارنوالې فاتو بینسودا او د دې بنسټ پر یو بل غړي فاکسیو مچوچوکو د پرلپسې پلټنې له کبله، چې امریکایي ځواکونو پر افغانانو جنګي جرمونه ترسره کړي؛ د بندیزونه پر لګولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چارشنبې پر ورځ رویترز ته په ډاګه کړې وه، چې د آی سي سي څارنواله له بندیزونو سره مخ شوې او دغه راز د پېښو، بشپړتیا او همکارۍ څانګې مشر فاکسیو مچوچوکو هم د جون په میاشت کې د ولسمشر دونالد ترمپ لخوا په تور نوملړ کې راغلی او پرې د شتمنۍ د کنګل کیدو او سفر کولو بندیز لګول شوی دی.

پمپیو خبریالانو ته په ډاګه کړې: نن مونږ بل ګام اخلو؛ ځکه، چې آی سي سي په خواشینې د امریکایانو ملامتول روان ساتلي دي.

رویترز د پمپیو د څرګندونو له مخې ویلي، چې هغه اشخاص او ادارې، چې د بینسودا او مچوچوکو مادي ملاتړ کوي؛ هم له بندیزونو سره مخ کیږي.

ملګرو ملتونو د پنجشنبې پر ورځ څرګنده کړه؛ د هاګ محکمه، چې په ۲۰۰۴ کال کې له جوړیدو سره سمه د امریکا لخوا تر نیوکو لاندې راغلې او یوه له لس هېوادونو څخه ده، چې د روسیې او چین سره په ګډه یې د دې محکمې د قضایي پرېکړو له منلو ډډه کړې ده.

د ملګرو ملتونو ویاندې ستیفان دوژاریک د پنجشنبې پر ورځ وویل؛ مونږ اوس هم دغه موضوع له نږدې څارو.

دغه راز بینسودا  د لویې څارنوالې په توګه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ارزښتمنو غونډو کې د ګډون لپاره امریکا ته تللې او د چهارشنبې ناوخته یې په یوه اعلامیه کې وویل، چې د امریکا نوې هڅې د قضائیه قوې خپلواکي زیانمنوي.

د دغه بنست په اعلامیه کې راغلي، چې د یوې نړیوال قضايي بنسټ او د عامه کارکونکیو پروړاندې یې د زور زیاتي دغه عملونه بې ساري دي او د نړیوالې محکمې پر عدلي بنسټ، د روم روم پر تګلارې، عدالي سیستم او د قانون پر حاکمیت ښکاره تېری دی.

محکمي دا هم څرګنده کړې، چې دوی به له نړیوال قانون سره سم د نړۍ ترټولو سختو مجازاتو لپاره له معافیت سره د مبارزې لپاره د خپلو کارمندانو او ماموریت تر څنګ له خپلې دندې کلکه، خپلواکه او ناپېیلې ساتنه وکړي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ بینسودا د مارچ په میاشت کې د محکمې لخوا خپله څېړنه چمتو کړې، چې په افغانستان کې جنګي جرمونه د طالبانو، افغان اردو او امریکایي ځواکونو لخوا سرته رسیدلي دي.

Trending

Exit mobile version