تازه خبرونه
د ابهاماتو او بې نظمۍ په دلیل د رایو د تفتیش پروسه ودرېده
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ابهاماتو او بې نظمۍ په دلیل د رایو د تفتیش پروسه د چهارشنبې به ورځ (د زمري ۱) ودرېده. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند ټینګار کوي، چې د رایو د تفتیش پروسه به د پنجشنبې په ورځ د کاري ډلو تر زیاتوالي او په چارو کې د پوره نظم له را منځته کولو وروسته بېرته پېل شي.
نږدې یوه اوونۍ کېږي، چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د ټاکنو د ټولو رایو د تفتیش بهیر پېل شوی، خو دا پروسه له ستونزو سره مل ده.
تر اوسه دا بهیر د ځینو دلایلو له وجې دوه ځله درېدلې دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي، د چهارشنبې په ورځ د رایو د تفتیش پروسه د بې نظميو او ابهاماتو له امله ودرېده.
په دې ورځ ټاکنیزو ډلو د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال سره ناسته درلوده او په کې هوکړې شوې دي.
د ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړی محمد داوود سلطانزوی د رایو د تفتیش په بهیر کې په بې نظمیو او پڅ کار نیوکه کوي.
په همدې حال کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی وحید عمر وايي، د رایو د تفتیش په پروسه کې یو لړ ستونزې وې او اړتیا وه، چې دا بهیر ودرول شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د دولس زره او ۲۳۳ محلونو رایې، چې ۱۵ولایتونه را نغاړي، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر ته رسېدلي او له دې جملې ۱۰۳۷صندوقونه تفتیش شوې دي.