تازه خبرونه

د اتریش د آزادۍ ګوند غړیو له امیر خان متقي سره وکتل

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال څرګنده کړې، چې نن یکشنبه د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي  سره د اتریش هېواد د ازادۍ ګوند مخکښو غړیو وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد زیاته کړې، چې په دې ناسته کې امیر خان متقي هغوی ته د هرکلي تر څنګ وویل؛ خوښ یم، چې د افغانستان وضعیت له نږدې او په حقیقي بڼه وینئ او  تاسو ته به څرګنده شي، چې د افغانستان وضعیت تر هغې، چې په مطبوعاتو کې ښکاره کیږي او ویل کیږي ډېر مثبت او توپیر لري.

ښاغلي متقي دغه راز د اتریش په مرکز ویانا کې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره د قونسلي خدماتو د وړاندي کولو او نورو تسهیلاتو د رامنځته کولو په تړاو هم خبرې وکړ.

بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې د اتریش هېواد د ازادۍ ګوند غړیو د افغانستان وضعیت تر هغه ډېر ښه وباله، چې مخکې له راتګ یې له مطبوعاتو اورېدلي وه.

هغوی ویلي؛ مونږ په کابل کې آزاد وګرزېدو له ځینو افغانانو سره مو د اوسني وضعیت په اړه خبرې هم کړې دي، چې له هغوی سره د خبرو په پایله کې راته څرګنده شوې، چې افغانان له اوسني وضعیته خوښ او خپل ژوند خوندي او مصؤن ګڼي.

دغه راز د ازادۍ ګوند غړي یوهانس ویلي؛ سره له دې، چې د افغانستان اوسني مرکزي حکومت سرتاسري امنیت تامین کړی او د څلور لسیزو ناخوالو ته د پای ټکی ایښی؛ خو بیا هم پر رسمیت نه پېژندل کیږي، چې دا د تاسف وړ ده.

د اتریش د ازادۍ ګوند غړیو ژمنه وکړه، چې دوی به د افغانستان د اوسني وضعیت رښتینی انځور له ځان سره اروپاته نقلوي او هلته به یې خپلو چارواکو، ولسونو او د اروپایي اتحادیې غړیو هېوادونو ته وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version