سیمه ییز خبرونه

د اتو سړو خونو د جوړولو تړون له يوه كورني شركت سره لاسليك شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كرنې او مالدارۍ وزارت له يوه كورني شركت سره تړون لاسليك كړ، چې له مخې به يي د يو ميليارد او ۵۰۰ ميليون افغانيو په ارزښت اته سترې سړې خونې جوړې شي.

د دې پروژې پېسې د كرنې او مالداري وزارت له پراختيايي بوديجې وركول كېږي. د دې وزارت مسئولين وايي، د دې سړو خونو په جوړېدو سره به دوی هر كال شاوخوا ۱۲۰ ميليون ډالره عوايد تر لاسه كړي.

شاوخوا يو كال مخكې ولسمشر د كرني او مالدارۍ وزارت ته امر وكړ، چې د كرنيزو محصولاتو د ساتنې لپاره پر نړيوالو معيارونو برابرې سړې خونې ډېر ژر جوړې كړي.

د كرنې او مالداري وزارت اوس د اتو سړو خونو د جوړولو تړون له يوه كورني شركت سره لاسليك كړ.

هره سړه خونه به د ۵ زره ټنه كرنيزو محصولاتو د ساتنې وړتيا ولري. د كرنې او مالدارۍ وزير محمد آصف وايي:

د دې پروژې لګښت اته ويشت ميليون ډالره اټكل شوى، چې د وزارت له پراختيايي بوديجې برابرېږي او پروژه به په راتلونكو ۲۳ مياشتو كې بشپړه شي.

د كرنې د وزير په وېنا، دا سړې خونې به په كابل، مزارشريف، كندوز، هرات، كندهار، او ننګرهار ولايتونو كې سيمه ييزو او نړيوالو معيارونو ته په پام سره جوړې شي.

بلخوا د صادراتو د پراختيا د ادارې مشره نجلا حبیب یار او د افغانستان د سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي رئيس قربان حقجو د كرنيزو محصولاتو د ساتنې پر وړاندې ستره ستونزه په تېرو ۱۱ كلونو كې د سړو خونو نه شتون بولي.

د كرنې او مالدارۍ وزارت د برښنا نه شتون، د سړو خونو په جوړولو كې د وړتياو او مديريت ټيټ والى او د خصوصي برخې نه ليوالتيا هغه دلايل بولي، چې په شتون كې يي تر اوسه په هېواد كې سترې سړې خونې نه دي جوړې شوي.

Trending

Exit mobile version