تازه خبرونه

د اجرائيوې رييس د دوه یم مرستیال په مشرۍ یو پلاوی ایران ته لېږل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اجرائيوې رييس د دوه یم مرستیال محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د حکومت یو پلاوی ایران ته لېږل شوی، چې له ایراني چارواکو څخه په ساړه ژمي کې د لکونو افغانانو د ایستلو پرېکړه بېرته واخلي.
د ملگروملتو په وينا؛ په ايران کې نژدې يو میليون افغان کډوال ثبت او راجستردي، چې اکثره يې تر دوه زره لومړي کال مخکې دغه هېواد ته مهاجر شوي دي؛ خو هغه افغانان، چې له دوه زره لومړي ميلادي کال وروسته ايران ته کډوال شوي د استوگنې اجازې ته اړتيا لري.
د افغانستان د حکومت يوه ويندوي د چهارشنبې په ورځ ویلي وه، چې د افغانستان د حکومت پلاوی به له ايراني چارواکو وغواړي، چې لږ تر لږه د يو کال لپاره د يو میليون افغانانو د وېزو موده اوږده کړي.

Trending

Exit mobile version