تازه خبرونه

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د افغانستان نفوس ۳۵ اعشاریه ۷ میلیون اټکل کړ

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ ۹ اعشاریه ۲ میلیون خلک په ښارونو کې او ۲۵ میلیون نور په کلیو کې ژوند کوي.

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۸, ۱۴۰۳

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد ټول نفوس ۳۵ اعشاریه ۷ میلیون اټکل کړی او وایي، چې ۱۸ اعشاریه ۲ سلنه یې نرینه او ۱۷ اعشاریه ۵ سلنه یې ښځې دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ ۹ اعشاریه ۲ میلیون خلک په ښارونو کې او ۲۵ میلیون نور په کلیو کې ژوند کوي.

دې ادارې د چارشنبې پر ورځ ( د زمري اووه‌لسمه ) د خپلې سرشمېرنې پایلې خپرې کړې.

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې د افغانستان د وګړو شمېر ۳۴ اعشاریه  ۹ میلیون اټکل کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړيوالو بنسټونو د ترسره شوې سروې له مخې، د افغانستان نفوس څه باندې څلوېښت میليون کسانو ته رسېږي.

Trending

Exit mobile version