تازه خبرونه

د احمد سردار ټپي شوى دوه كلن زوى ابوذر مخ په ښه كيدو دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د احمد سردار ټپي شوى دوه كلن زوى ابوذر په داسې حال كې روغتون ته ليږدول شوى، چې په بدن يې پېنځه ټپونه ول.

د جراحۍ څانگوال داكتر هدايت الله وايي:

كله، چې ابوذر روغتون ته ور ورسيد، روغتيايي حالت يې ښه نه و. پر سر، لاس، پښو او د بدن په نورو برخو په مرميو لگيدلى دى، چې جمجمه يې ماته شوې ده.

د ابوذر معالج داكتران وايي، چې اوس د ابوذر روغتيايي حالت مخ په ښه كيدو دى.

د نوموړي په وينا:

كله، چې ابوذر سترگې وغړولې، په مور پسې يې چيغې كړې.

ښاغلى داكتر هدايت الله وايي، دغه پېښه مونږ ټولو ته ټكان وركوونكې وه او يو له جنايت ډك عمل و.

زخم های عمیق برسرو صورت و دست وپای این کودک ، که درسر باعث شکستگی جمجمه اش شده است .

Trending

Exit mobile version